په درې ولايتونوکې له (۵۰۰) زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
_____

د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې (۵۲۹) کورنيو سره په غزني، هلمند او ميدان وردګو کې د وږي په (۳۱) مه نغدي او د روغتيايي کڅوړې مرستې وشوې.

د يادو کورنيو له ډلې د (CHA) موسسې له لورې په غزني کې (۵) کورنيو سره په دوو کټګوريو کې (۲۶) زره او (۱۸) زره، د (IRC)  له لورې په هلمند کې (۳۹۶) کورنيو ته (۱۸) زره،( ۱۰) زره،( ۱۳) زره افغانۍ نغدې،  د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM)  له لورې يوه يوه روغتيايي کڅوړه او په  په ميدان وردګو کې ( ۱۲۸) کورنيو ته (۸) کورنيو ته  د (DRC) له لورې  (۸) زره افغانۍ نغدې ووېشل شوې.