د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول

sadam_morr
---

د ايران څخه د  وږي په (۳۰) مه  (۱۱۰۳) افغان مهاجر د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول.

د دغه  ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د امر په وينا، د يادو راستنېدونکو له ډلې (۸۷۵) تنه په جبري او (۲۲۸)  تنه په خپله خوښه هېواد ته راستانه شول.

سرچينې زياتوي چې ( ۱۱۶) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.