باميانو او پکتيا کې دبيا يوځای کېدو کمېټې فعالې شوې

sadam_morr
محمد اشرف حنیفی

 د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) په همکارۍ د وږي په (۲۹) مه باميانو او پکتيا ولايت د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټې فعاله شوې.

 د يادو کمېټې د جوړېدو او فعاليتونو موخه د سکتوري ادارو او ملي اونړيوالو موسسو د همغږيو او اړېکو پياوړي کول، په ولايتونو کې د بېځايه شوو او راستنېدونکو اداره کول، د ملي او نړيوالو بنسټونو همغږي کول، هېواد ته په خپله خوښه د افغان مهاجرينو راستنېدل لپاره زمينه برابرول، د راستنېدونکو او بېځايه شوو بيا يوځای کول ، په ولايتونوکې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياستونو او امريتونو معلوماتي مرکزونو پياوړي کول او د بيا مېشتېدو او بيايو ځای کېدو په اړه د معلوماتو چمتو کول دي،چې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) په همکارۍ او مالي لګښت د ذکر شوې ادارې د (۲۰۲۲) کال د (PPA) پروژې د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې بيا فعالې شوې.

په هغه مراسموکې چې په همدې موخه د يادو لايتونو د مرستيالانو، دولتي ادارو اويوشمېر مسؤلينو په ګډون ترسره شول، د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي د بيا يوځای کېد د کمېټې د مسؤليتونو د څرنګالي په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.