د ايران څخه له دوه زرو زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول

د ايران څخه د وږي په (۲۹) مه (۲۳۵) افغان مهاجر په خپله خوښه او جبري توګه د اسلام قلعه او ورېښمو پل له لارې هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د امر په وينا، (۱۲۲۶) مهاجر د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې هېواد ته راستانه شوي، چې ( ۹۹۹) تنه په جبري او (۲۰۷) تنه په خپله خوښه دي.
په ورته وخت کې (۱۱۰۹) تنه د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې هېواد ته راستانه شوي، چې ( ۴۴۴) تنه په جبري او (۶۶۵) تنه په خپله خوښه راستانه شوي دي.
په هرات او نيمروز کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د رياستونو د مسؤلينو په ويناد يادو راستنېدونکو له ډلې (۴۰۷) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.