په دولسو ولایتونو کې له پېنځه زرو زیاتو کورنیو سره مرستې وشوې

sadam_morr
_____
په ولایتونو کې د مهاجریتو او راستنېدونکو چارو وزارت د ریاستو او امریتو په همغږۍ د وږي د (١٩) مې نېټې څخه تر (٢٤) مې پورې په (١٢) ولایتونوکې (٥٤٧٤) کورنیو سره مرستې وشوې.
په یادو مرستو کې نغدې، لاسي کراچۍ اوخوراکي توکي شامل ول، چې په بادغیس، هرات،نیمروز،بامیان،ارزګان،قندهار،لوګر،غزني،میدان وردګ،نورستان، لغمان او پروان کې اړمنو او مستحقو کورنیو ته ووېشل شول.