نورستان کې زرګونو کورنيو ته د مرستو دوېش لړۍ پيل شوه

sadam_morr
محمد اشرف حنیفی

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) له لورې د نورستان ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکوچارو آمريت په همکارۍ ( ۴۱۰۴) اړمنو کورنيو ته د مرستو دوېش لړۍ پيل شوه.

د سرچينې په خبره د يادو مرستو د وېش  د پرانيستې مراسم د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې او مهاجرينو امريت په همغږۍ او همکارۍ په مرکز پارون کې ترسره شول او په پام کې ده، چې هرې کورنۍ ته ( ۲۶۵) امريکايي ډالره نغد ووېشل شي.