د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمريت د معلوماتو پر بنسټ د وږي په ( 21) مه او ( ۲۲) مه د نميروز ولايت د ورېښمو پل له لارې (۱۳۷۲) افغان مهاجر په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.
د يادو راستنېدونکو له ډلې (۹۷۲ ) تنه په جبري او ( ۴۰۰) تنه په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
د سرچينې په خبره (225) تنه د مرستود ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) ته ورپېژندل شوي.