د مهاجرينو وزارت د چارواکو اداري ناسته ترسره شوه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۱ - ۱۵:۲۱
sadam anwari
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د وزير الحاج خليل الرحمن حقاني په مشرۍ د وږي په (۲۰) مه د دغه وزارت د چارواکو اداري ناسته ترسره شوه.
په ناسته کې چې د وزارت د مرکزي چارواکو په ګډون جوړه شوې وه،په لومړي سرکې ښاغلي حقاني د کړنو په روڼتيا او د اداري فساد د مخنوي په اړه خبرې وکړې ويې ويل(( په ناسته کې چې کومې پرېکړې کېږي، اړونده ادارې دې يې د عملي کولو لپاره اقدام وکړي او پايلې يې د راتلونکي ناستې د ګډونوالو سره شريکې کړي)).
هغه د ناستې ګډونوالو ته وويل: (( دولتي پوستونه د خلکو د خدمت حيثيت لري او مسؤلين بايد په پوره صداقت او ايماندارۍ د خلکو دخدمت لپاره هڅې وکړي)).
وروسته مرکزي رئيسانو د مخکينۍ ناستې د پايلو د پلي کېدو په اړه معلومات ورکړل او په کارونو کې يې د لازياتې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
په پاي کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير او د دغه وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په بېلابېلو برخوکې مرکزي رئيسانو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
 
 
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۵:۲۸
Background image

معین مسلکی وکفیل وزارت امور مهاجرین از شهرک مهاجرین قلعه وزیر ولایت لوگر دیدن نمود

الحاج مولوی عبدالرحمن راشد معین مسلکی وکفیل وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان با هیأت همراهش از شهرک مهاجرین قلعه وزیر ولایت لوگر ديدن نمودند.
آقای راشد در این بازدید ضروریات. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۸:۱۰
Background image

لوګر: مسلکي مرستیال او کفیل د قلعه وزیر د مهاجرینو له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمن راشد او ورسره مل پلاوي د لوګر ولایت د قلعه وزیر د مهاجرینو له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه
ښاغلي راشد په دغه لیدنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۸:۶
Background image

د مهاجرینو چارو مسلکي مرستیال او کفیل د لوګر والي سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمان راشد او ورسره مل پلاوي لوګر ولایت ته د سفر پرمهال ددغه ولایت له والي مولوي ضیاء الرحمن مدني سره د ولایت. . .

بېرته خبرونه ته