باميانو کې (۱۲) کورنيو سره مرستې وشوې

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لورې د باميانو ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمريت په همکارۍ د وږي په (۱۶) مه د طبيعي پېښو له امله (۱۲) کورنيو سره د غير خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادو کورنيو هر ېکورنۍ ته ددې ولايت مهاجرينو آمريت سره په ګډه همغږۍ دوه ترپالونه، درې کمپلې او د پخلنځي وسايل ووېشل شول.