د ايران څخه له څلور زرو زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول
د ايران څخه په تېرو دريو ورځوکې (۴۴۴۷) افغان په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شول.
د هرات د اسلام قلعه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د آمر په وينا د وږي په (۱۹) مه ( ۱۰۴۵۹) هېواد ته راستانه شول.
د سرچينې په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې (۵۲۲) تنه په جبري ، (۹۳۷) تنه په خپله خوښه
او ( ۱۳۵) تنه د مرستو په موخه د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.
همدارنګه د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د وږي د ( ۱۶) نېټې څخه تر( ۱۸) مې نېټې پورې (۲۵۸۸) تنه هېواد ته راستانه شوي.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د امر په وينا، د يادو راستنېدونکو له ډلې ( ۱۸۸۰) تنه په جبري، ( ۷۰۸) تنه په خپله خوښه او ( ۳۲۰) تنه دمرستو په موخه د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.