ميدان وردګوکې د خوراکي توکو دوېش لړۍ پيل شوه

sadam_morr
احمد شکیب حبیبی

د (HHRD) موسسې له لورې د ميدان وردګو ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمريت په همکارۍ (۱۱۰۰) اړمنو بېځايه شوو کورنيو ته د خوراکي توکو دوېش لړۍ پيل شوه.

په پام کې ده، چې هرې کورنۍ ته ( ۵۰) کيلو اوړه،( ۵) کيلو لوبيا،(۵) کيلو بوره او (۵) کيلو ورېجې ووېشل شي.