د هيواد په درې ولايتونوکې سلګونو کورنيو سره مرستې وشوې

د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې په پکتيکا، تخار او نورستان ولايتونوکې د وږي په (۶) مه (۷۷۵) راستنېدونکو او اړمنو داخلي بېځايه شووکورنيو سره، نغدي او د غير خوراکي توکو مرستې وشوې.
د يادو کورنيو له ډلې د پکتيا ولايت په برمل ولسوالۍ کې (۱۶۱) کورنيو هرې کورنۍ ته (۵۵۰) امريکايي ډالره، په نورستان کې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لورې هرې کورنۍ ته يوه يوه خېمه، په تخارکې (420) کورنيو ته د اړتياوو په نظر کې نيولو سره ( ۱۶) زره، (۱۵) زره، (۷۰)، (۱۴۰) او (۷۰۰) امريکايي ډالره د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) او کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) له لورې نغدې ووېشل شوې.