له ايران څخه د دوه زرو زيات افغان مهاجرين هېواد ته راستانه شول
د وږي د لومړۍ نېټې څخه تر پېنځمې نېټې پورې له ايران څخه (۲۷۵۷) افغان مهاجرين په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمريت د معلوماتو پربنسټ د يادو راستنېدونکو له ډلې (۱۸۹۲) تنه په جبري او پاتې نور په خپله خوښه د نميروز ولايت د وېښمو پل له لارې هېواد ته راستانه شوي.
د سرچينې په خبره (۱۵۳) تنه د مرستود ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) ته ورپېژندل شوي.