په کندهار ولايت کې له (١٢٣٧) کورنیو سره مرسته وشوه
د روان کال د چنګاښ په ٦مه نیته په کندهار ولایت کې له (١٢٣٧) اړمنو بېځایه شوو کورنیو سره د نغدي او غیر خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
دغه مرسته (٢٥٠) کورنیو ته د (UNHCR) موسسې لخوا هرې کورنی ته د اشپزخانی لوښي او کورني توکو بسته چې (١٠) قلمه کيږي. په ډنــډ ولسوالۍ کې له (٧٧١) کورنیو سره د غذایې توکو مرسته د اسلامیک ریلیف (Islamic Relief) موسسې لخوا ترسره شوه،چې ٤ قلمه توکي شامل وه، اوړه ١٠٠ کیلو، دال نخود ٨ کیلو، غوړي ٨ لیټره، مالګه ١کیلو، د ژړۍ په ولسوالۍ کې (٢١٦) اړمنو او بې ځایه شووو کورنیو سره د (DACAAR) موسسې له لورې روغتیا ساتنې کڅوړه د (١٨) قلمه توکو مرسته وشوه.