د مهاجرینو چارو وزارت او مختلفو موسسو ترمنځ د لس میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د لوږې په وړاندې د هلو ځلو، د فقر د کموالي لپاره ټولنیز کار، اپک، وطن ټولنیز او تخنیکي خدمتونه ِپه نامه موسسو ترمنځ د دوشنبې په ورځ دجوزا ٢٣مه د لس میلیونه ٤٢٧ زره او ٣٩٢ امریکايي ډالرو په اررښت د همغږۍ او مرستو د رییس مولوي حسین الله حقاني او د نوموړو موسسو د مسوولینو ترمنځ ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیکونو په اساس به زرګونو بېوځله، داخلي بېځایه شویو او بېرته راستنېدونکو کورنیو سره د غذایي توکو، روغتیا، کار او پېښې د تعلیم په برخه کې مرسته ترسه شي.