په ننګرهار ولايت کې له (٥٠) بې ځايه شويو کورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
امر الله میړني
د ننګرهار ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست له لوري د روان کال د د غبر ګولی په (٢٢) نېټه د سه شنبې په ورځ دغه ولایت کې پر (٥٠) بې ځایه شویو، اړمنو، کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
هرې کورنۍ ته (٢٧) زره افغانی د (NRC) موسسې، د ننګرهار په مرکز کې د پورتنیو ادارو لخوا او دننګرهار د مهاجرینو چارو ریاست په همغږۍ ورکړل شوې.