په اروزگان ولايت کې له (٥٠٠) کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
امر الله میړني
د اروزگان ولایت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو امریت له لوري د روان کال د غبرګولي په (١٩) مه د پنج شنبې په ورځ د دغه ولایت پر (٥٠٠) بېځایه شوو کورنیو مرسته ووېشل شوه.
هرې کورنۍ ته (٤٢٠) امریکایی ډالر، د (UNHCR)موسسې لخوا ورکړل شوه .
همدارنگه په ارزګان ولايت کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو امريت سره د (UNHCR) موسيسه په مختلفو برخو کي فعاليتونه لري، چې د هغو څخه يو فعاليت په مرکز ترينکوټ کې په مختلفو ساحو کي (٤٠) پلچکونه جوړوي چې په دغه ولايت مقام، دښاروال او همدارنګه مهاجرينو او راستنېدونکو چارو امر مولوي شاولي په شتون باندي په ښه شانداره مراسيمو باندي کار پيل شوو.
د یوبلې خبری د اروزګان ولايت ته د (UNHCR) موسيسې يو باصلاحيته پلاوي سفر کړی وه.
په دغه لیدنه کی چې د ولایت مقام والي او د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو امر سره وه پر ستونزو اومشکلاتو او دیونیسیار پر فعالیتونو هر اړخيز بحث ترسره شو.
مهاجرينو او راستنېدونکو چارو امر د یاد پلاوي او د مهاجرينو د ستونزو په اړه معلومات سره شریک کړه او ديونیسیار د راغلي پلاوي څخه يي مننه وکړه او همدارنګه هغه ته يي په خپله برخه کې د هر اړخيزه همکاري ډاډ ورکړ.