په کابل ولايت کې له (١٤٥٠) کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
د کابل ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو ریاست له لوري د روان کال د غبرګولي په (١٨) مه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په (٢٢) ناحيه کې پر (١٤٥٠) بې ځایه شویو، معلولینو، کونډو یتیمانو،د سیمې اوسیدونکو او اړمنو کورنیو سره دخوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
دغـه مرستـه د (AGHCO) موسسې او د کابل د مهاجرينو رياست په همغږۍ ورکړل شوه.