په هلمند کې له (١٨٤) بې وزلو او زيانمنو کورنیو سره مرسته وشوه

د هلمند ولایت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو ریاست له لوري د روان کال د غبرګولي په (١٦) مه د دو شنبې په ورځ په دغه ولایت کې پر (١٨٤) بې وزلو او زيانمنو کورنیو سره نغدي او صحي مرسته وشوه.
هرې کورنۍ ته (٢١) زره افغانۍ د (AAH) موسسې له خوا او یو صحی کیټ د (DACAR) موسسې لخوا د مهاجرينو چارو رياست په همغږۍ ورکړل شول.