کندهار ولايت کې اړمنو او بې ځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
_____
د کندهار ولايت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ د افغانستان د پاملرنې (CARE Afghanistan) موسسې له لورې د ياد ولايت په ژړۍ ولسوالۍ کې له (١٦٢) اړمنو او بې ځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ مخکې د ګډ هيئت له لورې سروې او مستحقې پيژندل شوې وې، چې د ٤ شنبې په ورځ د غبرګولي ٤ نیټه هرې کورنۍ ته ١٢ زره (٥٥٠) افغانۍ ورکړل شوې.