دمولوي شمال خان مصلح په مشرۍ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت یوپلاوي د تخار ولایت د مهاجرینو ریاست څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
_
د مهاجرینو او وراستنېدونکو چارو وزارت پلاوي د تخار ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه او ددغه ریاست ستونزې او ننګونې یې واورېدې.
دداخلي بېځايه شوو د دایمي حل لارو رییس مولوي شمال خان مصلح چې د وزارت د پلاوي مشري یې کوله ور سره مل پلاوي په خپله خوښه راستنېدونو ته د هڅونې رییس حاجي غلام نبي الله دادخېل ستانکزی ، د داخلي پلټنو ریاست کار کوونکی ګلاجان د ریاست ټولو کار کوونکو ته لارښوونه وکړه، چې په دغه ولایت کې دې ټولې اړمنې کورنۍ د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍسروې شي او کومې مرستې چې د مهاجرینو وزارت او ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو له لورې ترسره کېږي په شفاف او عادلانه ډول ووېشل شي.
هغه همدارزا وویل د مرکزي ادارې سره په همغږۍ په دې ولایت کې ټول مرستندویه بنسټونه دې دې ته وهڅول شي، چې بېځايه شو او اړمنو کورنیو سره خپلې بشري مرستې لا زیاتې کړي ترڅو ټولې مستحقې کورنۍ د مرستو څخه برخمنې شي.
د ویلو ده، چې د تخار ولایت د مهاجرینو ریاست له لورې د چین هېواد بشري مرستې په یوشمېر اړمنو کورنیو وېشل شوي او دمرستو دوېش لړۍ دوام لري ترڅو ټولو اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.