د مهاجرینو چارو وزارت او غیرې دولتي موسسو ترمنځ ګډ هوکړه لیک د(٢٠٠) میلیون افغانیو په ارزښت لاسلیک شو.
د روان کال د ثور میاشتې په (٢٥)مه د کډوالو چارو وزارت او غیرې دولتي موسسو ترمنځ ګډ هوکړه لیک ترسره شو.
دا هوکړه لیک د (OHW) او (DAARTT)موسسو ترمنځ د(٩) میلیونه، ٧ لکه او(٣٧٠٣)امریکایي ډالرو په ارزښت، او د (WADAN) او (CHA) موسسو ترمنځ د (١٣٠)میلیونه ٧ لکه اتلس زره او (٨٣١ )افغانیو په ارزښت لاسلیک شو.
دا هوکړه لیک د کډوالو چارو د وزارت په استازیتوب مولوي حسین الله حقاني د داخلي بېځایه شویو چارو رییس مولوي سردار شیرزاد، د موسسو سره د اړیکو امر حدیدالله وزیري او د نوموړو موسسو د مسوولانو ترمنځ لاسلیک شو.
دا پروژې به په (١٨)ولایتونو کې د داخلي بېځایه شویو او بېرته راستنېدونکو لپاره پلې شي.