په لغمان کې له دوه سوه کورنيو سره مرسته وشوه

sadam_morr
_____

د لغمان ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست د روان کال د وري مياشتې په ۲۹مه د مرکز، علينګار، عليشنګ او دولت شاه ولسواليو له ۲۲۹ بې ځایه شوو، کونډو، يتيمانو، معلولينو او اړمنو کورنیو سره نقدي مرسته وکړه.

يادې کورنۍ د ګډ پلاوي له لورې په نښه او د مرستې لپاره وړ پيژندل شوې وې چې د اکتيد موسسې لخوا هرې کورنې ته ۲۸ زره افغانۍ ورکول شوې.