ننګرهار کي ( ٢٠٠) اړمنو بېځایه شوو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته و شوه

sadam_morr
_____
د (W.H.H)موسسې له لورې د ننګرهار ولايت د مهاجرینو اوراستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ(٢٠٠) اړمنو بېځایه شوو کورنيوسره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د ننګرهار د مهاجرینو ریاست له لورې د مرستندویه اداروسره په ګډه همغږۍ په جلال اباد ښاراو ولسوالیو کې سروې او د مرستولپاره مستحقې ګڼل شوې وې د کب په (٢٩) مه هرې کورنۍ ته (٧٥)کيلو اوړه،(٢٤)کيلو وريجې، (٥)لېتره غوړي،(٥)کيلو بوره، (١٤) کیلو لوبيا او یوه کیلو مالګه مرسته ووېشل شوه.
ددغه مرستو دوېش پرمهال د ننګرهار دمهاجرینو رییس اکرام الدین مفتون وويل، موږ د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه په دې هڅوکې یو چې د مرکز جلال اباد په شمول لرې پرتو ولسوالیو ته هم رسیدګي وکړو،ترڅو اړمنې اومستحقې کورنې سروې اود مرستولپاره په نښه او ورسره بېلابېلې مرستې ترسره کړو.