د هيواد په ۲۷ ولايتونو کې له زرګونو کورنيو سره مرسته شوې
په تېره يوه مياشت کې د کډوالو چارو وزارت د ولایتي ریاستونو له خوا د هېواد په ٢٧ ولايتونو کابل، جوزجان، نیمروز، ارزګان، لغمان، هلمند، سمنګان، کندز، تخار، کندهار، غور، خوست، ننګرهار، بادغیس، هرات، میدان وردګو، لوګر، بلخ، فاریاب، بدخشان، زابل، بغلان، غزني، نورستان، پکتیکا، بامیان او پروان کې له ۴۰ زره ۶۵۱ کورنيو سره چې د جګړو او طبیعي پېښو له امله بې ځایه شوې وې او همدارنګه د یو شمېر بې وزلو، معلولینو، معیوبو، یتیمانو او کونډو سره د نړیوالو مرستندویه بنسټونو په همغږۍ مرسته کړي.
په وېشل شويو مرستو کې خوراکي توکي، روغتيايي کڅوړې،نغدې پيسې او د پخلنځي لوښي شامل وو.