کابل: ۱۸۰۰ سوه د اړمنو او بې ځایه شوو کورنیو سره مرسته وشوه

د کابل ولايت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ د اسلاميک ريليف مؤسسې له لورې ددې ولايت په نهمه ناحیه کې د ۹۰۵ اړمنو او بې ځایه شوو کورنیو سره مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته يوه بورۍ اوړه، ۲۵ کيلو وريجې او دوه لوټې غوړي ورکول شول
همدارنګه د دغه ولایت په ۱۳ مه ناحیه کې د GNI مؤسسې له لورې ۹۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ د ګډ پلاوي له لورې په نښه او د مرستو لپاره وړ پيژندل شوې وې.