پکتیکا کې (٢٥٠) داخلي بېځایه شوو او اړمنو کورنیو سره نغدي او د ژمنیو توکو مرسته وشوه

sadam_morr
_____
د کډوالۍنړیوال سازمان (IOM) له لورې د پکتیکا ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٢٥٠)داخلي بېځايه شوو او اړمنو کورنيو سره نغدي او د ژمنیو توکو مرسته وشوه.
د یادو کورنیو له ډلې (١٥٠) په ارګون ولسوالۍ، (٥٠) کورنۍ په مټاخان ولسوالۍ او (٥٠) یحی خېلو ولسوالۍ کې له ګډې سروې وروسته مستحقې ګڼل شوې وې چې د کب په (١١) مه هرې کورنۍ ته درې درې کمپلې، د اړتیا وړ ژمني توکي او (٢٠٠) امریکایي ډالره نغدې ووېشل شول.