ننګرهار کې (٢١٤) اړمنو بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته شوه

sadam_morr
_____
د (DRC)موسسيې له لورې د ننګرهار ولايت د مهاجرینو اوراستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ(٢١٤) اړمنو بېځایه شوو، او بېوزلو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د ننګرهار د مهاجرینو ریاست له لورې د مرستندویه اداروسره په ګډه همغږۍ په مرکز جلال اباد او ولسوالۍ کې سروې او د مرستولپاره مستحقې پېژندل شوې وې له ډلې یې (١٨٤) کورنیو هرې کورنۍ ته (١٠٢٠٠) افغانۍ او (٣٠) کورنیو هرې کورنۍ ته (٤٠٠٠) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.
ددغه مرستو د وېش پرمهال د ننګرهار دمهاجرینو رییس اکرام الدین مفتون وويل، د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه په دې هڅوکې یو چې د مرکز جلال اباد په شمول لرې پرتو ولسوالیو ته هم رسیدګي وکړو،ترڅو اړمنې اومستحقې کورنې سروې اود مرستولپاره په نښه او ورسره بېلابېلې مرستې ترسره کړو.