غزني ولايت کې له اړمنو او بې ځایه شوو کورنیو سره مرسته وشوه.

د DRC مؤسسې له لورې د غزني ولايت په ګيرو ولسوالۍ له ۳۰۲ کورنيو سره نقدي مرسته وشوه، چې د سلواغې مياشتې په ۱۳ مه هرې کورنۍ ته ۳۲۰۰۰ افغانۍ ورکول شوې.
يادې کورنۍ د غزني ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ سروې او د مرستو لپاره مستحقې پيژندل شوې وې.