په فراه ولایت کې د اړمنو کورنيو سره نقدي مرسته وشوه.

sadam_morr
_
د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د جمادي الثاني په ۳۰ مه د فراه ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو امريت په همغږۍ د (UNHCR) مؤسسې له لورې له ۲۴۵ اړمنو کورنیو سره نقدي مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته ۲۶۵ امريکايي ډالر ورکول شو.
يادې کورنۍ د ګډ هيئت له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې پيژندل شوې وې.