د تخار ولایت کې له راستنې شوو کورنیو سره مرسته وشوه.

sadam_morr
_____
د (۳۰/۶/۱۴۴۳) نیټه د تخار ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ د IOM مؤسسې له لورې د ۱۷ هغه کورنیو سره چې د ايران هيواد څخه راستنې شوې وې نقدي مرسته وشوه ، چې هرې کورنۍ ته د ژمنيو توکو د پير لپاره ۱۵۲۰۰ افغانۍ ورکول شوې.