په کابل کې (294) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

sadam_morr
_____
1400کال, دلوې, 4مه, کابل; افغانستان
په کابل کې د (HAGAR) موسسې لخوا (294) بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د دغو مرستو د ويش پر مهال د يادې موسسې رئيس روح الله احمدي وويل: موږ په افغانستان کې د کلونو راهيسې د بې وزله هېوادوالو سره مرستې کوو او په راتلونکي کې به هم دغه مرستو ته دوام ورکړو.
د هغه په وينا, په ننيو مرستو کې يوه بوجۍ وړه, يوه بوجۍ وريجې, 5 ليتره غوړي, لوبيا کيلو وريجې, 3 نيمې کيلو بوره او يوه کيلو چای شامل دي.
دغه راز د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د يادې موسسې له مرستو څخه مننه وکړه او ويې ويل: افغانان په اوسنيو شرايطو کې دا ډول مرستو ته ډېره اړتيا لري او کولای شي د دوی د ژوند شرايط اسانه کړي.
ښاغلي رحميزي په ټولو نړيوالو او کورنيو مرستندويه ادارو غږ وکړ, چې د افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.