ننګرهار کې (٥٠) کورنیو سره د کار موندنې په موخه نغدي مرسته وشوه

د ماشوم ساتنې نړیوالې موسسې له لورې د ننګرهار ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکوچارو ریاست په همکارۍ (٥٠) راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو او اړمنو مستحقوکاريګرو ماشومانو کورنیو سره د کار موندنې په موخه نغدي مرسته وشوه.
یادې کورنۍ چې د مهاجرینو ریاست له لورې د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ سروې او د مرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې د مرغومي په (٢٨) مه هرې کورنۍ ته دکوچني کاروبار په موخه (٣٠٠٠٠) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.
دویلو ده،چې د مرستو د وېش نه مخکي هم د یادې موسسي له لورې د دغه کورنیو ماشومان په ښونځيو کې داخل او د ښونځي لباس او قرطاسيه ورته وېشل شوې ده او
پاتې (٢٣٠) نورو کورنیو سره به په نږدې راتلونکي کې مرستې ترسره شي.