ننګرهار کې (٣٠٠) کورنیو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه

sadam_morr
_____

د ننګرهار ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکوچارو ریاست له لورې د مرغومي په (٢٥) مه (٣٠٠) راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو او اړمنو مستحقو کورنیو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه.

یاده بشري مرسته د چین هېواد له لورې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ته سپارل شوې وه، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام په لارښوونه د ننګرهار د مهاجرینو رياست ته د اړتیا په نظر کې نیولو وروسته (١٥٠٠) کمپلې او (٧٠٠) جمپرونه په واک کي ورکړل شو و، چې د مرغومي په (٢٥) د ننګرهار مهاجرینو ریيس اکرام الدين

(مفتون)په لارښوونه هرې کورنۍ ته د اړتیا په نظر کې نیولو سره (٣) کمپلې او (١)جمپر په شفاف او عادلانه ډول ووېشل شول