هلمند کې لسګنو اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه
د یو شمېر مرستندویه ادارو له لورې د هلمند ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ(٨٢) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره نغدي، خوراکي او د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یادې کورنۍ چې د مهاجرینو ریاست له لورې د مرستندويه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ په ګندم ریز بازار کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې د مرغومي په (٢٤) مه هرې کورنۍ ته د اړتیا په نظر کې نیولو سره نغدي، خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول.