پروان کې (٦٠٠) کورنیو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه

sadam_morr
_
 
د پروان ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو ریاست له لورې د مرغومي په (٢٢) مه (٦٠٠) راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو او اړمنو مستحقو کورنیو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه.
یاده بشري مرسته د چین هېواد له لورې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ته سپارل شوې وه، چې د پروان ولایت د مهاجرینو رییس میا محمد ابراهیم، د سالنګ ولسوال او امنیه قومندان په شتون کې هرې کورنۍ ته داړتیا په نظر کې نیولو سره کمپلې او جمپرونه په شفاف او عادلانه ډول ووېشل شول.