د میلک له لارې (٥٦٨) افغان مهاجرین بېرته هېواد ته راستانه شول

anwari_morr
Morr

د نیمروز ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست دمسؤلینو په وینا د مرغومي په (١٦)مه د میلک له لارې (٥٦٨) تنه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

هغه کورنۍ چې ډېرې بېوزله او دمرستو مستحقې وې له ډلې یې(١٧) کورنۍ،چې (٣٠) نارینه،(٢٩) ښځينه او (٣٤٩) کسان مجردین چې، ډېر بېوزله و، دمرستو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)ته ورو وپېژندل شو.

په دغوکورنیو کې (٢٠)کورنۍ او(٣٥٠) مجردین په جبري ډول او (١٥٠) مجردین په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.