ملا عبدالقیوم: د سروې پرمهال دې د اړمنو کورنیو په نښه کولو کې ډېره پاملرنه وشي

anwari_morr
Morr

د جوزجان ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رييس په دغه ولایت کې د یو شمېر کورنیو د سروې څخه څارنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د سروې پرمهال دې د اړمنو او مستحقو کورنیو په نښه کولو کې ډېره پاملرنه وشي.

یادې کورنۍ د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له لورې د جوزجان ولایت مهاجرینو ریاست مسؤلینو سره په ګډه همغږۍ سروې او په نښه شوې چې په نږدې راتلونکي کې به ورسره بشري مرستې ترسره شي.