ننګرهار کې لسګونه اړمنو او مستحقو کورنيو سره مرستې وشوې

(SERVE Afghanistan)د افغانستان موسسې له لورې د ننګرهار ولايت د مهاجرینو او راستنېدونکو چار رياست په همکارۍ
(٩١) اړمنو او مستحقو کورنيو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د ننګرهار د مهاجرینو ریاست له لورې د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ سروې او د مرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې، د مرغومي په (١٦)مه هرې کورنۍ ته یوه یوه روغتیايي کڅوړه (٥٠) کېلو اوړه، (٥) لېتره غوړي، (٢٤) نیمې کیلو سېله وریجې، (٧) کیلو لوبیا، یوه کیلو مالګه او دوه دوه کمپلې ووېشل شوې.
د ننګرهار د مهاجرینو رئيس ښاغلي اکرام الدين (مفتون) په وینا، هڅه کوو، چې ټولو اړمنو بېځايه شویو او راستنېدونکو کورنيو ستونزې حل او د جلال اباد ښار په شمول لرې پرتو سیمو ته رسيدګي وکړو، ترڅو اړمنې کورنۍ په نښه او ور سره بېلابېلې لازمې مرستې تر سره کړو.
د ویلو ده، چې یاده مرسته (١٥٠٠)راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو او اړمنو کورنیو ته په نظر کې نیول شوې وه،چې شل کورنۍ غیر حاضرې وې او نورو کورنیو ته د ننګرهار د مهاجرینو ریاست د مسؤلینو په هڅو په شفافه اوعادلانه ډول ووېشل شوه.