هلمند کې دحرفوي زده کړو فارغانو سره مرسته وشوه

دبرک موسسې له لورې دهلمند ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکوچارو ریاست په همکارۍ دحرفوي زده کړو (٦٨) فارغانو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وشوه.
دیادو کسانو له ډلې دمرغومي په (١٤) مه دبولان سیمې (٢٢) تنه دلمریزې برېښناپه برخه کې دحرفوي زده کړو دپروګرام څخه،فارغ شوي و،چې هر فارغ شوي ته (١٩) قلمه بېلابېل جنسونه، د دوکان دکرایه لپاره(٢٠٠٠٠) افغانۍ، د ترانسپورت لپاره (٥٠٠٠) افغانۍ، (٢٦) تنو سره دموبایل دحروفوي زده زده کړو پروګرام څخه فارغ شوي و، هرتن ته لازم مواد، داړتیاپه نظر کې نیولوسره نغدې پیسې او (٢٠) تنه ښځينه چې دحیاطۍ څخه فارغې شوې وې لازم مواد او داړتیا په نظر کې نیولو سره نغدې پیسې ووېشل شوې.