دمیلک له لارې (١٢٦٧) افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شول

anwari_morr
Morr

دنیمروز ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست دمسؤلینو په وینا دمرغومي په (١٤)مه دنیمروز ولایت دمیلک له لارې (١٢٦٧) نارینه اوښځینه افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شوي دي.

د ویلو ده چې هغه کورنۍ چې ډېرې بېوزله او دمرستو مستحقې وې له ډلې یې(٢٢) کورنۍ،چې (٤٤) نارینه،(٤٧) ښځينه او (٥٧٩) کسان مجردین چې، ډېر بېوزله و، دمرستو په موخه دکډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)ته ورو وپېژندل شو.

دیادو کسانو له ډلې (١٩) کورنۍ په جبري توګه چې (٤١) نارینه او(٤٢) تنه ښځينه، (٧) کورنۍ په خپله خوښه چې (٨) نارینه،(١٣) تنه ښځینه او(٨٣٥) تنه مجردین په جبري توګه اوپاتې (٤٣٢) تنه مجردین په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.