کابل کې (٢٣٢) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

anwari_morr
Morr

په کابل کې د (WHH) موسسې لخوا (٢٣٢) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

په دغه خوراکي توکو کې د هرې کورنۍ لپاره درې بوجۍ وړه،( ١٠) لېتره غوړي، (١٠) کيلو بوره، دوه بوجۍ وريجې،(٢٨) کيلو لوبيا، يوه یوه روغتیايي کڅوړه او دوه کيلو مالګه په پام کې نيول شوې وه.

دغه مرستې د يادې موسسې مرستيال او سرپرست ډاکټر فرشيد فرزام او د کابل مهاجرينو ريیس قاري عبدالمتین رحیمزي په شتون کې دمرغومي په (١٤)مه په اړمنو کورنيو و وېشل شوې.