لغمان کې (٥٠٠) اړمنو مستحقو کورنیو سره دژمنیو توکو مرسته وشوه
یادې ژمنۍ بشري مرستې دچین هېواد له لورې دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ته سپارل شوې وې او داړتیاپه نظرکې نیولو وروسته ددغه ولایت دمهاجرینو ریاست ته لږل شوې وې،چې دوېش لړۍ یې دلغمان ولایت دمهاجرینو رییس مولوي غلا الرحمن بلال حقاني له لورې پیل شوه.
په یادو مرستوکې کمپلې اوجمپرونه شامل و چې دمرغومي په (١٤) په دغه ولایت کې کونډو،یتیمانو، معلولینو او اړمنو مستحقو کورنیو هرې کورنۍ ته دوه دوه کمپلې او یو یوجمپر ووېشل شو.
د مرستو دوېش پرمهال دلغمان ولایت دمهاجرینو رییس مولوي غلام الرحمن بلال حقاني دسیمي اوسېدونکوته ډاډ ورکړ چې دمرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ به دمرستو دوېش لړۍ پراخه اونورو اړمنو مستحقو کورنیو سره به په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره کړي.