میدان وردګو کې (١٠٠) کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د(DRC) موسسې له لورې د میدان وردګو ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو آمریت په همکارۍ ( ۱۰۰ ) هغه اړمنو کورنیو سره، چې کورونه یې د جګړو او طبيعي پېښوله امله زیانمن شوي وو، د بیا ځل ترمیم په موخه، ورسره نغدي مرسته وشوه.
د مرستې د وېش پر مهال، د ولایتي ادارې استازو هم ګډون کړی و؛ د کډوالو چارو آمر مولوي فضل عمر اخندزاده د پروسې د شفافیت په اړه خلکو ته ډاډ ورکړ ویې ویل، یاده مرسته د ډي ار سي موسسې له لورې شوې، چې ټوله (٢،١٩٩،٧٠٠) افغانۍ ده او هرې کورنۍ ته په منځني ډول(١٥،٥٠٠)څخه تر(٣٢٠٠٠) زره افغانۍ ورکړل شوې.
دغه مرسته د مرکز او سیدآباد ولسوالۍ اړمنو سره ترسره شوه او په دوه مرحلو کې بشپړېږي، چې( ۳۵) سلنه یی په لومړۍ مرحله کې او( ۶۵)سلنه يي دمرغومي په نهمه ورکړل شوې.