فاریاب کې (٦٥) کورنیو سره دخوراکي توکومرسته وشوه

sadam_morr
___
 
دفاریاب ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکوچارو ریاست (٦٥) اړمنوبېځايه شوو کورنیوته خوراکي مواد ووېشل شول.
یادې کورنۍ چې دمرستندویه بنسټونو له لورې دفاریاب ولایت دمهاجرینو ریاست سره په ګډه همغږۍ سروې او دمرستولپاره مستحقې پېژندل شوې وې د مرغومې په (٦) مه هرې کورنۍ ته ولایت مقام دپلاوي، مهاجرینو ریاست، استخباراتو ریاست او مرستندويه بنسټونو داستازو په شتون کې په مرکز میمنه اوشاوخوا سیموکې یواندازه خوراکي مواد ووېشل شول.