ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ کې (٢٩٥) کورنيو سره دخوراکي او غيري خوراکي توکو مرستې وشوې

sadam_morr
Morr
د ( اسلامیک ریلیف ) موسسې له لورې دننګرهار ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٢٩٥) راستنېدونکو،داخلي بېځايه شوو اواړمنو کورنیو سره دخوراکي او غیرې توکو مرستې وشوې. یادې کورنۍ چې دننګرهار ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست له لورې څه موده وړاندې دمرستندويه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ په بټي کوټ ولسوالۍ کې سروې او دمرستولپاره مستحقې پېژندل شوې وې دلیندۍ په (٣٠) مه هرې کورنۍ ته یوه یوه روغتیايي کڅوړه،( ۶۰) کیلو اوړه، (۶)لېتره غوړي، (٢٩،٥) کیلو وریجې( ۱۴) کیلو دال،(۶) کیلو بوره او یوه یوه کیلومالګه دننګرهار ولایت دمهاجرینو اوراستنېدونکو چارو ریاست او ذکر شوې موسسې داستازوپه شتون کې ووېشل شوه.