هلمند کې اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

د( IRC) موسسې له لورې دهلمند ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٤٥٠) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره دسروې وروسته نغدي مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې دهلمند دمهاجرینو چارو ریاست له لورې دیوشمېر مرستندویه ادارو سره په ګډه همغږۍ سروې او دمرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې دلیندۍ په (٢٦)مه دهلمند په موسی کلا کې هرې کورنۍ ته دولسوال او یادې موسسې داستازو په شتون کې(٢٦٠٠٠) افغانۍ ورکړل شوې.