کندز کې بېځايه شوو کورنیو سره دغیر خوراکي توکو مرستې وشوې
د(HHRD) موسسې له لورې دکندز ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (١٠٠) اړمنو بېځايه شوو او بېوزلو کورنیو سره دغیرې خوراکي توکو مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې په امام صاحب ولسوالۍ کې دکندز دمهاجرینو ریاست له لورې سروې او دمرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې دلیندۍ په (٢٧) مه هرې کورنۍ ته یوه بخارۍ،دوه کمپلې،اته جوړه جرابې او یو یو پټو ووېشل شول.