بلخ کې بېځایه شوو کورنیو سره دکور جوړولوپه برخه کې مرسته وشوه

د (NRC) موسسې له لورې دبلخ ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (١١٦) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره دکور جوړولوپه برخه کې نغدي مرسته وشوه. یادې کورنۍچې څه موده وړاندې دبلخ ولایت دکډوالو چارو ریاست له لورې دیوشمېر مرستندویه ادارو سره په ګډه همغږۍ سروې او دمرستولپاره مستحقې ګڼل شوې وې دلیندۍ په (٢٤) مه (٢٤) کورنیو ته په علیشېر نوایي ښارګوټي کې په لومړي قسط کې (٤٩١٥٠٠) افغانۍ،(٣٠) کورنیو ته په همدرد ښارګوټي کې په دوهم قسط کې (٢٤٣٠٠) افغانۍ،(٢٢)کورنیوته په نادرعلي کوڅه کې په درېیم قسط کې(٣٩٥٥٠) افغانۍ او (٤٠) کورنیو ته په باختر اوغلیشېر نوایي کې (١٥٠٠٠) افغانۍ د کډوالو چارو درییس،دولایت مقام او ذکر شوې موسسې داستازوپه شتون کې ووېشل شوې.