خوست کې اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره مرستې وشوې

د (IRC) موسسې له لورې دخوست ولایت دمهاحرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (١٥٣) اړمنو بېځايه شووکورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې دجګړوله امله دخوست ولایت دمهاجرینو اوراستنېدونکو چارو ریاست له لورې دیوشمېر مرستندویه ادارو سره په ګډه همغږۍ سروې اوپه نښه شوې وې دلیندۍ په (٢٣) مه په صبریو ولسوالۍ کې هرې کورنۍ ته دژمنیو مرستوپه موخه (٢٦٠٠٠) افغانۍ نغدې ورکړل شوې.